۰
د جاپان ددفاع وزیر:

د شمالي کوریا سره باید نرمښت ونه شي

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د جاپان دفاع وزیر انسونوري اونودرا وايي، لا تر اوسه د دې وخت نه دی، چې له شمالي کوریا سره دې نرمښت وشي بلکې پر دغه هېواد باید فشارونه دوامداره وي.
د شمالي کوریا سره باید نرمښت ونه شي
د جاپان دفاع وزیر انسونوري اونودرا وايي، لا تر اوسه د دې وخت نه دی، چې له شمالي کوریا سره دې نرمښت وشي بلکې پر دغه هېواد باید فشارونه دوامداره وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې  شمالي کوریا د خپلو ازمویښتونو په برخه کې د نرمښت ژمنه کړې ده، خو لا تر اوسه پورې ډېر وخت پاتې دی، چې د دغه هېواد پر وړاندې نرمښت وښودل شي او یا بندیزونه ترې لرې کړل شي.

د جاپان ددفاع وزیر وروسته له دې دغه څرګندونې کړې، چې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ازموینه بنده کړه.

کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر وکړ، چې له دې وروسته دې بالستیک توغندي نه ازمويي او دا لړۍ دې ودروي.

امریکا د اون د دغه کار هرکلی کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د شمالي کوریا ولسمشر یو پر ځای او ښه ګام اوچت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي