۰

کابل کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېره۸۶ تنو ته ورسېده

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
پلازمېنه کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید کې ۸۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېره۸۶ تنو ته ورسېده
پلازمېنه کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید کې ۸۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دغه برید نن سهار (یک شنبې د غوايي ۲مه) څه باندې لس بجې د پلازمېنې کابل ښار لوېدیځ د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشتې برچي د مهتاب قلعه په سیمه کې وشو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال داود امین وایي،  برید په یاده سیمه کې د تذکرو د وېش په ۶ نمبر مرکز شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغلته ګڼ خلک د تذکرو د اخستلو له پاره راټول شوي و، چې د مرکز په دروازه کې یې ځانمرګی برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغه برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دغه برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، د پېښې په قربانیانو کې یو شمېر ماشومان چې د ښوونځي زده کوونکي هم شامل دي، ځکه په یاده سیمه کې د آصف مایل په نوم یو ښوونځی هم شتون لري.

که څه هم د برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دي اخستی، خو وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

بشپړ خبر به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي