د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

2 ثور 1397 ساعت 12:08

په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی.


په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د پامیر ۷۰۷ زون عمومي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دغه نښته، تېره ورځ شنبې د غوايي لومړۍ نېټه د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالحلیم خنجر وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې د چهاربولک امنیه قوماندانۍ لومړۍ ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې نښته کې یې د امنیه قوماندان په ګډون ۱۶ تنه امنیتي سرتېري وژلي دي.
 
جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 103527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com