د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د وخت بندۍ نېټې اعلان شوې

2 ثور 1397 ساعت 13:26

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو له پاره د ټاکنو د وخت بندۍ نېټې په بشپړه توګه توګه اعلان کړې.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو له پاره د ټاکنو د وخت بندۍ نېټې په بشپړه توګه توګه اعلان کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشر ګلاجان عبدالدیع صیاد نن یک شنبې د غوايي ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دغه ټاکنو د ترسره کېدو بشپړه نېټې په ګوته کړې.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د داسې رڼو او شفافه ټاکنو د ترسره کېدو له پاره لاس په کار شوی، چې ملي او نړیوالو بنسټونو ته د منلو وړ وي.

د هغه په وینا، چې دا مهال د ټاکنو له پاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې لړۍ له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ښارونو کې روانه ده، چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې وروستۍ نوملړ به د زمري د میاشتې په ۲۵ مه نېټه اعلان شي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د نوم لیکنې د همدې بهیر له پیل څخه د چنګاښ میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې د یاد بهیر په تړاو ټول شکایتونه او نیوکې هم د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون له خوا وڅېړل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون و ویل، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به د غبرګولي له پنځمې پیل او تر ۲۲ مې پورې به دوام وکړي او دغه راز به د نوماندانو د معلوماتو څېړلو بهیر د غبرګولي له شپږمې پیل او د چنګاښ تر ۶ مې پورې به دوام وکړي.

هغه وايي، د نوماندانو ابتدايي نوم لړ به د چنګاښ په ۷ مه اعلان شي او د دغه نوملړ له خپرېدو وروسته به د چنګاښ تر ۹ مې نېټې پورې دغه کسانو ته وخت ورکړل شي، چې خپل شکایتونه او نیوکې ثبت کړي.

دی وايي د دغه وخت بندۍ پر بنسټ نوماندان کولای شي د چنګاښ له ۸ مې د زمري تر ۱۰ مې پورې له نوماندۍ څخه تېر شي او د نوماندان وروستۍ نوملړ به د زمري په ۱۲ مه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو د مرکزونو وروستۍ نوملړ او شمېر د امنیتي ستونزو له کبله د چنګاښ په دوهمه اعلانوي.

دغه کمېسیون د تلې له ۶ مې تر ۲۵ مې پورې د پارلماني نوماندانو د ټاکنیز کمپاین دوره او د تلې له ۱۱مې تر ۲۵ مې پورې د ولسوالیو شوراګانو د نوماندان د کمپاین نېته اعلان کړه، خو د تلې له ۲۶ مې تر ۲۷ مې پورې د سکوت دوره ده، چې هېڅ نوماندان بیا نه شي کولای کمپاین وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه، چې د همدې وخت بندۍ پر بنسټ به پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېته تر سره شي.

هغه زیاته کړه، چې د تلې له ۲۸ مې د لړم تر ۱۸ مې پورې به رایې راټولې شي، د لړم په ۱۹ مه به د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې او لیندۍ په ۱۸ مه به د ولسوالیو شوراګانو لومړنۍ  پایلې اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس دغه راز و ویل، چې لومړنیو پایلو په تړاو پارلماني نوماندان کولای شي خپل شکایتونه او نیوکې د لړم له ۲۰ تر ۲۱ پورې او د ولسوالیو شوراګانو نوماندان د لیندۍ له ۱۷ مې تر ۲۰ پورې ثبت کولای شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، د شکایتونو له څېړلو وروسته به د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې د لیندۍ میاشتې په ۲۹ او د ولسوالیو شوراګانو وروستۍ هغه به د سلواغې په څلورمه اعلان شي.

باید و ویل شي، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د وري له ۲۵ نېټې پیل شوې، چې د کمېسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه د ټول هېواد په کچه ۱۸۹ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com