۰

د بامیانو له پاره د دریو برېښنايي پروژو تړون لاسلیک شو

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۵
د بامیانو ولایت له پاره د برېښنا رسونې د دریو پروژو تړون د برېښنا شرکت او د هندي او چنیايي شرکتونو تر منځ لاسلیک شو.
د بامیانو له پاره د دریو برېښنايي پروژو تړون لاسلیک شو
د بامیانو ولایت له پاره د برېښنا رسونې د دریو پروژو تړون د برېښنا شرکت او د هندي او چنیايي شرکتونو تر منځ لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ نه نن یک شنبې د غوايي ۲ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه تړون د ولسمشر په شتون په ارګ کې لاسلیک شو.

په دغه تړون کې د ۴۳،۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۸۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د ۲۲۰ کلیواټه مزي تمدید چې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د دوشي له سب سټېشن څخه بامیانو ښار ته لېږدوي شامل دی.

دغه راز د ۱۱،۶ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۲ میګاواټه په ظرفیت د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا د سب سټېشن جوړول د بامیانو ولایت په دشت اژدر سیمه کې د تړون بله پروژه ده.

د بامیانو ښار له پاره د ۲۴،۱ میلیون ډالرو په لګښت د برېښنا رسونې شبکه چې په لومړي قدم کې په لومړي قدم کې به ۲۰ زره کسان او په دوهم قدم کې به ۳۵۰زره کسان ترې ګټه واخلي درېیمه پروژه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي