نړیوال بانک وايي پر افغان حکومت نړیوال باور زیات شوی دی

2 ثور 1397 ساعت 15:39

نړيوال بانک وايي که څه هم له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوي، خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته د نړيوالو باور ترلاسه کړى.


نړيوال بانک وايي که څه هم له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوي، خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته د نړيوالو باور ترلاسه کړى.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په نړيوال بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري پرون په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا په يوې جوړې شوې غونده کې کړې دي.

نوموړي ویلي، که څه هم له ٢٠١٤ میلادي کال وروسته له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته توانېدلی چې نړیوال باور ترلاسه کړي او حالت مخ په ښه کېدو بوځي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه غني هېواد دی او د دغه هېواد منرالونه او ګاز د اقتصادي ځان بساینې په برخه خورا مهم دي.

شوبهان چوهدري ټينګار وکړ چې نړیوال بانک دARTF پروګرام له لارې په دې برخو کې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

باید و ویل شي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د لويو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com