د کابل په پروني ځانمرګي برید کې ۱۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

3 ثور 1397 ساعت 10:26

د عامې روغتیا وزارت پخلی وکړ، چې پلازمېنه کابل کې د پروني ځانمرګي برید له امله ۱۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.


د عامې روغتیا وزارت پخلی وکړ، چې پلازمېنه کابل کې د پروني ځانمرګي برید له امله ۱۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شت برچي د قلعه ناظر په سیمه کې پرون یک شنبې د غوايي ۲ مه د ټاکنو له پاره د تذکرو اخیستنې په شپږم نمبر مرکز ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، بریدګر پلی و او د یاد مرکز په دروازه کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د کابل سرپرست امنیه قوماندان جنرال داود امین ویلي د برید پر مهال ګڼ شمېر خلک د تذکرو اخیستو ته راغونډ شوي و، چې ځانمرګی برید شوی دی.

پرون د دغه برید د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه بېلا بېل راپورونه ورکول کېدل، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې برید کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید قربانیان تر ډېره مېرمنې او هغه ماشومان دي، چې د برید په سیمه کې یې په یوه ښوونځي کې زده کړې کولې.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل خو داعش وسله والو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دغه برید په کور د ننه، سیمه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه پارولي او ټول دغه برید په کلکه غندلی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، دغه ډول بریدونه د افغان ولس پیاوړې اراده نه شي کمزورې کولای، بلکې هغوی به لا د خپل هېواد پرمختګ او سوکالۍ ته هوډمن کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com