۰

ننګرهار کې د داعش پر پټنځایونو مرګوني هوايي بریدونه شوي

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر پټنځایونو او خځو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
ننګرهار کې د داعش پر پټنځایونو مرګوني هوايي بریدونه شوي
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر پټنځایونو او خځو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د غوايي ۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۱۷ داعشیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې د داعش ۶ پټنځایونه، ۹ خځې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ننګرهار چارواکو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ۲۷ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي