د نفوس د احوال او ثبت ادارې چارواکي وايي، په کابل کې د دوی پر یوه مرکز تر ځانمرګی برید وروسته د تذکرو د وېش ۳ نوي جوړ شوي مرکزونه بېرته تړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې رییس همایون متحاط بي بي سي ته ویلي، چې د دغه مرکزونو د برخلیک په اړه به له امنیتي ارګانونو سره تر مشورې وروسته پرېکړه کېږي، څخه وخت بیا فعال کړای شي.
دغه اداره په کابل ښار کې د تذکرو د وېش دوه دایمي مرکزونه لري، خو درې نور مرکزونه یې د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر سره سم پرانستې دي.
د دغه نویو جوړو مرکزونو څخه پر یوه یې پرون یک شنبې د غوايي ۲ مه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه ناظر په سیمه کې ځانمرګی برید وشو.
په دغه برید کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ۵۷ تنه و وژل شوی او ۱۱۹ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ماشومانو او مېرمنې دي.
د نفوسو د احوال او ثبت ادارې رییس وايي، په دغه برید کې د دوی هم څلور کارکوونکي وژل شوي، دوه تنه یې ورک دي، یو د کما په حالت کې دی او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د کابل په لویدېځ کې د تذکرو د وېش د دغه مرکز له امنیت څخه خوښ نه و، او په دې اړه یې څو ځلې له امنیتي ادارو سره یاده موضوع شریکه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل