۰

قندوز کې د دوه قوماندانو په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، کمانډو ځواکونو په قندوز ولایت کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
قندوز کې د دوه قوماندانو په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، کمانډو ځواکونو په قندوز ولایت کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه نن یک شنبې د غوايي ۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کمانډو او ملي امنیت ځواکونو د قندوز د آقتاش ولسوالۍ د جنت باغ، کروخېل، کانال او عین الله تپې په کلیو کې د وسله والو پر ضد عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دوه سیمه ییزه قوماندنانو مولوي زلمي، او قاري نجیب الله په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او د قاري ابراهیم په نوم د هغوی یو قوماندان ټپي شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او دغه سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي