۰
هند:

د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۳
هند د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي، د ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو
هند د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي، د ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت نه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید د بشر کړنه وه.

په خبرپاڼه کې همدارنګه پر ولسي وګړو او د رایې پر مرکزونو برید پر ولسواکۍ برید ګڼل شوی دی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اړتیا په صورت کې هند تیار دی د یادې پېښې د ټپيانو درملنه وکړي.

باید و ویل شي، چې د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي د قلعه ناظر په سیمه کې پرون د ټاکنو له پاره د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي