داعش په ننګرهار کې له دریو وروڼو سرونه پرې کړي دي

3 ثور 1397 ساعت 11:58

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې له دریو ورڼو چې تازه له طب پوهنځۍ څخه فارغ شوي وو، سرونه پرې کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې له دریو ورڼو چې تازه له طب پوهنځۍ څخه فارغ شوي وو، سرونه پرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د تریلي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

خوږیاڼی زیاتوي، داعش وسله والو له خوا وژل شوي درې وروڼه، نثار، نعیم او عبدالواهاب نومېږي او د ډاکتر نواب زامن دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم تاييدوي، چې داعش وسله والو له دغه درې وروڼو سرونه پرې کړي او وژلي یې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه درې وروڼه تازه له طب پوهنځۍ څخه فارغ شوي و، چې تېره شپه داعش له خپل کوره ایستلي او سرونه یې ورپرې کړي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره داعش د دوی پرې کړي سرونه د هغو پر سینو ور ايښي و او خلکو ته یې ګواښ کړی، چې جسدونو ته یې ورنېږدې نه شي.

په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې هم داعش وسله والو له یوه ۱۲ کلن هلک څخه سر پرې کړی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 103564

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com