۰
امر الله صالح:

داعش په افغانستان کې نشته دا ټول فعالیتونه د آی اېس آی دي

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، داعش په افغانستان کې نشته او هر څه چې روان دي د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی په لار ښوونه تر سره کېږي.
داعش په افغانستان کې نشته دا ټول فعالیتونه د آی اېس آی دي
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، داعش په افغانستان کې نشته او هر څه چې روان دي د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی په لار ښوونه تر سره کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې د کابل د تېرې ورځې ځانمرګي برید ته چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی کړې دي.

نوموړي ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې نشته، بلکې د پاکستان استخباراتي اداره تر بېلا بېلو نومونو لاندې ترهګریز فعالیتونه کوي.

د ملي امنیت پخوانی مشر زیاته کړې، چې حقاني شبکه، طالبان او نورې ډلې خپل ترهګریز بریدونه لا هم د آی اېس آی په لارښوونه او د هغوی به مستقیم مدیریت تر سره کوي او عام افغانان وژني.

ده ټینګا کړی چې د داعش تر نامه لاندې وسله واله ډله چې کوم فعالیتونه کوي دا د پاکستان د څارګرې ادارې روزل شوي کسان دي او موخه یې د افغانستان ناامنه کول دي.

صلح پر افغان حکومت غږ کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې کوټلي، عملي او هر اړخیز ګامونه واخلي او د پاکستان لاس دې له افغان خاورې لنډ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي