سیمه ییز ولایتي او امنیتي چارواکي وايي، په بادغیس وسله وال کې د افغان پوځ او پولیسو ۱۴ سرتېري د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه په مرکز قلعه نو د باغبان او دغه راز د قادس ولسوالۍ په لنګر په سیمه او په آب قمري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو او د ټاکنو په یوه مرکز بریدونه کړي دي.
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، قلعه نور ښار ته نېږدې د ټاکنو په یوه مرکز د وسله والو طالبانو په برید کې د افغان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د قادس ولسوالۍ د لنګر په سیمه کې پر امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې یو پولیس او یو پاڅون کوونکی وژل شوي او سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د حیدري په خبره د قادس ولسوالۍ د جوالق په سیمه کې بیا د طالبانو په برید کې درې ملي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بادغیس