۰

جنرال مراد علي مراد له دندې لرې کړای شو

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.
جنرال مراد علي مراد له دندې لرې کړای شو
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باوري سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې د غوايي ۳ مه جنرال مراد له خپلې دندې لرې کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د جنرال مراد د لرې کولو لامل تر اوسه معلوم دی.

باید و ویل شي، چې جنرال مراد علي مراد تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د پوځ د مشر په توګه دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي