۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

ښايي د نوم لیکنې لړۍ بیا تمدید شي

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۳
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر پڅ روان دی او خلکو په کمه کچه په کې ګډون لري، چې ښايي دغه بهیر بیا تمدید شي.
ښايي د نوم لیکنې لړۍ بیا تمدید شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر پڅ روان دی او خلکو په کمه کچه په کې ګډون لري، چې ښايي دغه بهیر بیا تمدید شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو دغه څرګندونې نن دوشنبې د غوايي ۳مه کابل کې له دیني علماو سره د ټاکنو په تړاو په یوه ګډه غونډه کې وکړې.

د یاد کمېسیون چارواکو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې په بهیر کې د کم ګډون له امله خواشني وښوده او له ولس څخه یې وغوښتل، چې له دې پروسې ملاتړ وکړي او په ټاکنو کې د برخې اخیستو له پاره نوم لیکنه وکړي.

یاد کمېسیون په دغه غونډه کې له دیني عالمانو وغوښتل، چې په دې برخه کې له کمېسیون سره مرسته وکړي او خلک پوه کړي تر څو په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد و ویل، چې د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی او ټاکنو ته د خلکو هڅول د دیني عالمانو ایماني او وجداني دنده ده، چې باید د هېواد د ثبات او پرمختګ له پاره یې تر سره کړي.

نوموړي و ویل، چې په دې اړه به د ټول هېواد په کچه له دیني عالمانو سره لویې غونډې ولري او په وینا یې که علما په دې برخه کې د ټاکنو کمېسیون ته لاس ورنکړي، نو راتلونکې ټاکنې به سرتاسري او شفافې نه وي.

د ټاکنو د کمېسیون کمېشنر معاذ الله دولتي هم د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کم رنګه ګډون د اندېښنې وړ وباله او له علماو یې وغوښتل، چې د مسجدونو له ممبره خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته وهڅوي.

نوموړي دا هم و ویل، چې که په ټاکنو کې د نوم لیکنې بهیر په همدې کچه کم رنګه روان وي، ښايي کمېسیون دغه بهیر په مرکز او ولایتونو کې یو ځل بیا تمدید کړي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د وري میاشتې له ۲۵ راهیسې پیل شوی دي، خو تر اوسه پورې د ټول هېواد په کچه نېږدې دوه لکه کسانو نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي