شمالي کوریا کې ۳۲ چینايي سیلانیان مړه شوي دي

3 ثور 1397 ساعت 16:07

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په شمالي کوریا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۲ چینايي سیلانیان مړه شوي دي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په شمالي کوریا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۲ چینايي سیلانیان مړه شوي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې  یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه پېښه پرون د شمالي کوریا په هوانګای ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

دغه راز یاد وزارت ویلي، چې په دغه پېښه کې د شمالي کوریا څلور وګړي هم مړه شوي دي.

چنیايي چارواکو زیاته کړې، چې د ډیپلوماټانو او طبي کاروکوونکو یوه ډلګۍ یې شمالي کوریا ته استولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com