۰

وسله والو په هرات ولایت کې څلور مسافر تښتولي

دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۴
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د غور – هرات په لویه لار څلور مسافر له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
وسله والو په هرات ولایت کې څلور مسافر تښتولي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د غور – هرات په لویه لار څلور مسافر له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه پرون ماښام یک شنبې د غوايي ۲ مه د غور – هرات پر لویه لار د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د دره تخت په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چشت ولسوال سيد کريم زاهد ویلي، چې وسله والو طالبانو له غوره، هرات ولایت ته روان مسافر وړونکی موټر درولی، مسافر یې ترې راښکته کړي او له ځان سره یې وړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له څو ساعته وروسته وسله والو نور مسافر خوشي کړي، خو څلور تنه یې لا هم له ځان سره ساتلي دي.

د چشت ولسوال وايي، دغه کسان له هم د وسله والو سره برمته دي، خو د خلاصون له پاره یې د قومي مشرانو پر مټ هلې ځلې پیل شوې دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د غور- هرات لويې لارې په اوږدو کې وسله والو درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.

جمهورخبري آژانس؛:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي