هند افغان پوځ ته وسلې او مهمات ورکوي

4 ثور 1397 ساعت 9:21

هندي رسنۍ وايي، هند غواړي له افغان پوځ سره د ډول ډول وسلو او مهماتو مرسته وکړي، او په دې تړاو یې له افغان حکومته د اړتیا وړ لېست هم غوښتی دی.


هندي رسنۍ وايي، هند غواړي له افغان پوځ سره د ډول ډول وسلو او مهماتو مرسته وکړي، او په دې تړاو یې له افغان حکومته د اړتیا وړ لېست هم غوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت سرچینو له قوله ویلي، چې له افغان پوځ سره د هند دغه مرسته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په موخه ده.

د هند د دفاع وزارت سرچینو زیاته کړې، په دې وسلو او مهماتو کې ښايي ټاکونه او ځینې توغندي هم شامل وي، چې افغان پوځ ته به ورکړل شي.

هندي رسنیو د دغه چارواکو له قوله ویلي، چې دوی له افغان حکومته غوښتي، چې د خپلو ځينو اړتیاوو لېست ورته وسپاري.

په ورته وخت کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، هند هڅه کوي پر نوو او پرمختللو وسلو افغان پوځ سمبال کړي او په دې توګه به دوی وکړی شي چې د خپل هېواد د ساتنې ترڅنګ په سیمه کې د ترهګرۍ د پراختیا مخه ونیسي.

باید و ویل شي، چې هند له دې وړاندې هم د افغان پوځ سره د یو شمېر چورلکو مرسته کړې وه، خو دا به لومړی ځل وي، چې د وسلو او مهماتو مرسته ورسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com