د امریکا سنا، مایک پومپئو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تاييد کړ

4 ثور 1397 ساعت 10:35

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مایک پومپئو د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه تاييد کړ.


د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مایک پومپئو د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه تاييد کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پومپئو وروسته له هغې د ولسمشر ټرمپ له خوا بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شو، چې هغه پخوانی وزیر رېکس ټېلرسن له خپلې دندې ګوښه کړ.

مایک پومپئیو ته چې مخکې د CIA مشر وو، د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې ټاکنې تر سره شوې، چې د ۱۱ تاييد او ۹ رد رایو په لرلو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو رایې ۱۱ وې خو د ديموکراتو بیا هم وې، چې په دې سره پومپئیو د بهرنیو چارو وزارت له پاره تاييد شو.

د سنا د اکثریت مشر مېچ مکانل د پریکړې هرکلی وکړ ویې ویل چې د اوونۍ په پای کې د سنا په عمومي غونډه کې به کافي رأی وي، څو پومپئو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تصویب کړي.

پومپئو په تېرو ۱۵ میاشتو کې د «CIA» د مشر په توګه د ولسمشر ټرمپ د باوري سلاکارانو له ډلې و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 103606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com