۰

چین وای امریکا د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي

سی شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
چین وايي، امریکا تل هڅه کړې، چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، چې دغه کار یې چین ته د منلو نه دی.
چین وای امریکا د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي
چین وايي، امریکا تل هڅه کړې، چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، چې دغه کار یې چین ته د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دغه څرګندونې د امریکا د هغه راپور په غبرګون کې کړې، چې په کې چین د بشري حقونو په ماتونه تورن شوی دی.

امریکا په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي، چې د چین په ګډون ګڼو هېوادونو بشري حقونه نقض کړي دي، خو چین دا تورونه رد کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وازارت ویاند لوکانګ وايي، د امریکا دغه ډول څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې امریکا د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي او دا مسله چین ته د منلو نه ده.

نوموړي زیاته کړې، هغه هېواد چې پر عراق او لیبیا یې بریدونه کړي وي، همدا راز یې د ګڼو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کړې وي، د بشري حقونو د خوندیتوب او نقض په اړه نظر نه شي څرګندولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي