د غزني والي:

دلته ټاکنې ناکامه دي، ځکه ۸۰ سلنه خلک په تذکره سټېکر نه لګوي

5 ثور 1397 ساعت 9:09

د غزني والي عبدالکریم متین په دغه ولایت کې د ټاکنو تر سره کېداه ستونزمنه بللې او ویلي یې دي، چې ۸۰ سلنه خلک دې ته نه دي چمتو چې په خپلو تذکرو سټکرونه ولګوي.


د غزني والي عبدالکریم متین په دغه ولایت کې د ټاکنو تر سره کېداه ستونزمنه بللې او ویلي یې دي، چې ۸۰ سلنه خلک دې ته نه دي چمتو چې په خپلو تذکرو سټکرونه ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والي متین دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۴ مه د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې که د ټاکنو پروسه همد شکل روانه وي، نو په دې ولایت کې ټاکنې ناکامې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی له لویه سره د غزني ۶۰ سلنه اوسېدونکي تذکرې نه لري او پاتې ۴۰ سلنه نورو کې یې هم ۸۰ سلنه دې ته نه دي چمتو چې په پېژندپاڼو سټېکرونه ولګوي.

د غزني والي و ویل«د یو چا چې ژوند په خطر کې وي، هغه پر تذکره سټېکر نه لګوي، کله چې سټېکر ونه لګوي په ټاکنو کې برخه هم نه شي اخیستی او ټاکنې هم ناکامه کېږي.»

د غزني والي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون غوښتنه وکړه، چې بايد د هغو ولسواليو د خلکو پر تذکرو سټېکر ونه لګوي چې امنيتي ګواښونه يې لوړ دي.

باید و ویل شي دا یوازې غزني ولایت نه دی، چې له ورته ستونزې سره مخ دی، بلکې هېواد جنوب او جنوب لوېدیځ زون ته پراته ګڼ ولایتونه په همدې ستونزه کې راګیر دي.

د دغه ولایتونو زیاتره اوسېدونکي یا پېژندپانې نه لري او یا هم د وسله والو له ډاره په پېژندپاڼو د سټېکرونو لګولو ته زړه ښه کولای شي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 103633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com