مسکو او آسلام آباد د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي

5 ثور 1397 ساعت 10:02

د پاکستان د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مسکو ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.


د پاکستان د پوخ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مسکو ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوخ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال باجوه مسکو ته رسېدلی او د روسیې د ځکمني پوځ له قوماندان جنرال اوليګ ساليوکوف سره یې په کرملین کې ليدلي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې باجوه د پوځونو په کچه د اړیکو پر پراخولو ټېنګار وکړ او ويې ويل چې روسيې د سیمې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولی دی.

د پاکستان د پوخ مشر پر داسې مهال روسیې ته سفر کوي، چې تر ده وړاندې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر خان جنجوعه هم دغه هېواد ته تللی وو.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او روسیې اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې سره نېږدې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com