ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ هوايي ځواک په غزني ولایت کې د پاکستاني ترهګرو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک تېره شپه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ شېربرله سیمه کې د پاکستاني ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۶ ترهګر وژل شوي دي او د هغوی یو عراده موټر او څلور عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د خپل ولس او خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او د وسله والو د لمنځه وړلو کلک هوډ لري.
جمهورخبري آژانس:کابل