د ناټو د مطبوعاتي دفتر یوه چارواکي ویلي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د افغانستان په اړه ځانګړی بحث کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د راتلونکې جمعې د غوايي په ۷ مه نېته په بروکسل کې غونده وکړي.
د ناټو د مطبوعاتي دفتر یوه چارواکی وايي، په دې غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم ځانګړی بحث وشي.
سرچینې ویلي، چې په یاده غونده کې د افغانستان امنیتي وضعیت او له افغان ځواکونو سره د ناټو د غوځ ملاتړ ماموریت ارزول کېږي.
د دغه چارواکي په خبره په غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه یو ځل بیا له افغانستان سره په امنیتي او مالي برخو کې د خپلو دوامداره همکاریو او مرستو ژمنې تازه کړي.
ناټو ویلي، دوى به د افغانستان له ملي ځواکونو سره خپلو مرستو ته تر هغې دوام ورکوي څو دوى له نړيوالو ترهګرو سره سمه مقابله وکړى شي.
جمهورخبري آژانس:کابل