صلاح الدین رباني:

ملګري ملتونه دې وسله والې ډلې د سولې خبرو ته وهڅوي

6 ثور 1397 ساعت 9:10

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال ویلي، چې دغه سازمان کولای شي، د یوه قوي نړیوال بنسټ په توګه د افغانستان په بیا رغونه، سوله، ثبات، امنیت او دوامداره پرمختګ کې مهم رول ادا کړي.

هغه زیاته کړې، چې افغان حکومت تل د سولې هڅه کړې او له هرې ممکنه لارې دغه هدف ته ځان رسول غواړي، چې ملګري ملتونه باید په دې برخه کې له افغانستان سره خپل رغنده رول ادا کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، له ملګرو ملتونو غواړي چې د تل په څېر په نړیواله کچه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړي او له ممکنو لارو وسله والې ډلې دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیارې شي.

دغه راز هغه په سیمه کې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره د افغانستان سوله او ثبات یوه مهمه اړتیا بللې او زیاته کړې یې ده، چې د سیمې هېوادونو باید په افغانستان کې د سولې په اړه یوې اجماع ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com