۰

ملي امنیت په هلمند کې د درې مهمو طالب قوماندانو د نیول کېدو خبر ورکړ

پنجشنبه ۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان پر مرکز چاپه وهلې او درې مهم طالب قوماندانان یې ترې نیولي دي.
ملي امنیت په هلمند کې د درې مهمو طالب قوماندانو د نیول کېدو خبر ورکړ
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان پر مرکز چاپه وهلې او درې مهم طالب قوماندانان یې ترې نیولي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه ریاست ویلي، چې دغه عملیات نن پنشنبې د غوايي ۶ مه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

د دغه ریاست په وینا د ملي امنیت د ځانګړې قطعې ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان رحمت په پټنځای چاپه وهلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې له یاد مرکز څخه درې مهم طالب قوماندانان، عبدالواسع، عبدالسمع او حفیظ محمد حق، چې د لس کسیزه او پنځه کسیزه طالب ډلو مشري یې کوله نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، نیول شوي طالب قوماندانان د رحمت چې د لښګرګاه له پاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملا جبار مرستیال دی، تر قوماندانې لاندې په ګڼو بریدونو او چاودنو کې لاس درلود.

ملي امنیت ریاست زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات، له چاوېدونکو توکو ډک دوه موتر، درې عرادې موټرسایکلونه، یو میل راکټ، شپږ کړۍ ماینونه، یو میل پیکا، دوه میله تومانچې، درې لاسي بمونه، درې پایې مخابرې او ځینې نور جنګي توکي نیول شوي دي.

دغه ریاست ویلي، چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای او یوه محکمه هم له منځه وړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي