ولسمشر:

ټاکنې مو ملي لومړیتوب دی او پر خپل وخت به تر سره شي

6 ثور 1397 ساعت 14:44

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټاکنې ملي پروسه ده او د ملي یووالي حکومت په سیاسي لومړیتونو کې راځي، چې پر خپل وخت به تر سره شي.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټاکنې ملي پروسه ده او د ملي یووالي حکومت په سیاسي لومړیتونو کې راځي، چې پر خپل وخت به تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې په ارګ کې د ده په مشرۍ جوړه شوې غونده کې وکړې.

په دغه غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سربېره یو شمېر وزیرانو، لوړپورو دولتي مقاماتو، د سیاسي ګوندونو استازو، ځینو سفیرانو او د مرستندویه هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د ټاکنو د امنیت، د نوم لیکنې د مرکزونو او د تذکرو د وېش، د ټاکنو بهیر اړوند موادو د لېږد، د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو، عامه پوهاوي او په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو په ګومارنه کې د شفافیت په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټاکنې د ملي یووالي حکومت د ملي او سیاسي لومړیتوبونو په سر کې ځای لري او پر ټاکلي وخت به وشي.

د غونډې ګډونوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو د ګډون ستاینه وکړه او د ټولو امکاناتو، اسانتیاوو او د عامه پوهاوي پر چمتوالي یې ټینګار وکړ.

همداراز د مرستندویه هېوادونو استازو د نوم لیکنې په بهیر کې د پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل وغوښتل.

ولسمشر په دغه غونډه کې ویلي، چې له مشرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو سره د ناستو لړۍ روانه ده چې له دیني علماوو، د لوړو زده‌کړو بنسټونو، مدني ټولنې، رسینو او د ځوانونو شبکو له استازو سره به هم خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com