د لوګر مرستیال والي د طالبانو په یوه برید کې و وژل شو

6 ثور 1397 ساعت 15:17

امنیتي چارواکي وايي، د لوګر مرستیال والي قمر الدین شکېب د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی او د والي د ویاند په ګدون یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، د لوګر مرستیال والي قمر الدین شکېب د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی او د والي د ویاند په ګدون یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسړول احمد شکیل تسل ویلي، چې دغه پېښه نن پنشنبې د غوايي ۶ مه له غرمې وروسته د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان بازار کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو به برید کې د لوګر مرستیال والي قمر الدین شکېب وژل شوی د والي ویاند سلیم صالح، د محکمې یو قاضي او دغه راز د مرستیال والي څلور ساتونکي ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ هم د دغه خبر پخلی کړی دی، خو په دې اړه یې تر اوسه پورې جزیات نه دي ورکړي.

د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې منیره یوسف زاده هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې د لوګر مرستیال والي او د هغه یو ساتونکی د طالبانو په یوه کمېن کې وژل شوي او د والي ویاند او د هغه موتر چلوونکی ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې د لوګر مرستیال والي د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 103698

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103698/

جمهور
  https://www.jomhornews.com