۰

افغانستان کې د هند او چین ګډې پروژې به پاکستان ورخطا کړي

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۷
راپورونه وايي، هند او چین په افغانستان کې د کډې اقتصادي پروژې په پلي کولو سره هوکړه کړې، خو دغه کار پاکستان ورخطا کړی دی.
افغانستان کې د هند او چین ګډې پروژې به پاکستان ورخطا کړي
راپورونه وايي، هند او چین په افغانستان کې د کډې اقتصادي پروژې په پلي کولو سره هوکړه کړې، خو دغه کار پاکستان ورخطا کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي او چینايي رسنیو ویلي، په افغانستان کې د کډې پرمختیايي پروژې هوکړه تېره ورځ شنبې د غوايي ۸ مه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځي غیر رسمي کتنې په ترڅ د چین په ووهان ښار کې شوې ده.

راپورونه وايي هند او چین غواړي، چې په افغانستان کې د ګډو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره خپلو کې د کلونو ترینګلتیا او بې باورۍ له منځه یوسي.

افغانستان د هند او چین د دغه هوکړې هرکلی کړی دی او وايي د سیمې د سترو اقتصادي او سیاسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنیت او اقتصاد ودې سره مرسته کولای شي.

خو د ټایمز اف انډیا لیکلي، چې د هند او چین ترمنځ په افغانستان کې ګډې پرمختیايي پروژې پر سر هوکړه به پاکستان وارخطا کړي.

ورځپاڼه د یوې حکومتي سرچیني په حواله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی لیکي پر دغې پروژې خبرې شوي او تفصیل به یې د دپلوماتیکیو چینلونو له لارې بشپړ شي.

ټایمز اف انډیا وړاندې لیکي د چین او هند پرونۍ هوکړه د پاکستان بالکل خلاف ده، نو ځکه به د دغه هېواد غبرګون سخت وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي