۰
د غزني ولایتي شورا:

طالبانو دوه ښځینه پولیسې تښتولې دي

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۲
د غزني ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو څو ساعتونو کې له دغه ولایت دوه ښځینه پولیسې تښتولې دي.
طالبانو دوه ښځینه پولیسې تښتولې دي
د غزني ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو څو ساعتونو کې له دغه ولایت دوه ښځینه پولیسې تښتولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولایتی شورا یو تن غړي بصیر احمد فقیري رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دغه ښځینه پولیسې تر تښتولو وروسته د ناغي سیمې ته بېولې دي.

هغه ادعا کړې، چې د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او په وینا یې که پر وخت اقدام ونه شي، طالبان به هغوی و وژني.

د غزني امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي