۰

ناپېژانده وسله والو هرات کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومانو هم په کې شامل دي.
ناپېژانده وسله والو هرات کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومانو هم په کې شامل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پر غړو ناتار ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې پلار، مور، دوه زامن او درې لوڼې شاملې دي او برید کوونکي هم له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

که څه هم تر اوسه د پېښې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې راپورونه وايي، وسله والو له دې کورنۍ سره کومه مخکنۍ دښمني درلوده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي