د امنیت شورا یو پلاوی ننګرهار ولایت ته تللی دی

10 ثور 1397 ساعت 8:28

د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ملي امنیت شورا یو پلاوی ننګرهار ته تللی څو د دغه ولایت امنیتي وضعیت وارزوي.


د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ملي امنیت شورا یو پلاوی ننګرهار ته تللی څو د دغه ولایت امنیتي وضعیت وارزوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی پرون یکشنبې د غوایي ۹ مه ننګرهار ته رسېدلی او له ولایتي ادارې، ولایتي شورا او نظامي چارواکو سره یې کتلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د پلاوی مشري ډګر جنرال خدایداد پر غاړه ده او موخه یې د ننګرهار امنیتي، سیاسي، او ټولنیز وضعیت ازول دي.

نومووړي زیاته کړې، چې دغه نظامي پلاوي د ولایتي شورا له څو تنو غړو سره د ناستې په ترڅ کې د دې ولایت د هر اړخیز وضعیت د ښه والي لپاره د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني دغه پلاوی ته ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د اوسني او راتلونکي امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره د مرکزي حکومت پاملرنه اړینه ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 103780

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103780/

جمهور
  https://www.jomhornews.com