چودري:

د امریکا او پاکستانۍ اوسنۍ اړیکې بحراني دي

10 ثور 1397 ساعت 8:45

په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري د امریکا او پاکستان اوسنۍ اړیکې بحرراني بللې او وايي، دغه دواړه هېوادونه باید خپل سو تفاهمونه لرې کړي.


په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري د امریکا او پاکستان اوسنۍ اړیکې بحرراني بللې او وايي، دغه دواړه هېوادونه باید خپل سو تفاهمونه لرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې د پاکستان او امریکا دوه سره ملګري هېوادونه دي نو پکار ده، چې په ګډه ستونزې حل کړي.

چودري چې په شیکاګو پوهنتون کې وینا کوله زیاته کړې، چې دغه دواړه هېوادونه باید اړیکې پراخې او په سیمه کې د روانو ستونزو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.

دغه راز هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان له مرستې پرته د سولې راتلل ستونزمن کار دی.

د هغه په وینا امریکا او پاکستان ته پکار ده، چې خپلې ستونزې حل کړي او په ګډه د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي.

چودري دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې له ترهګرۍ سره د پاکستان پر دوه ګونې مبارزې د امریکا نیوکې زیاتې شوې دي.

امریکايي چارواکو په وار وار له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له توپیر پرته او رښتینې مبارزه وکړي.

امریکايي چارواکو دا خبردارۍ هم ورکړی دی، چې که پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې صادقانه مبارزه ونه کړي، په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یو نه سي او د ترهګرو له ملاتړ لاس وانه خلي، ښايي له نړیوالې انزاو سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 103782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com