۰
ولسمشرۍ ماڼۍ:

د کابل ننني بریدونه ثابتوي چې د افغانانو دښمانان هېڅ ارزښت ته ژمن نه دي

دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
ولسمشرۍ ماڼۍ په پلازمېنه کابل کې شوي ځانمرګي بریدونو چې د خبریالانو په ګډون لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د کابل ننني بریدونه ثابتوي چې د افغانانو دښمانان هېڅ ارزښت ته ژمن نه دي
ولسمشرۍ ماڼۍ په پلازمېنه کابل کې شوي ځانمرګي بریدونو چې د خبریالانو په ګډون لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه نن (دوشنبې د غوايي ۱۰ مه) سهار شاوخوا ۸ او ۸:۱۵ د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې رامنځ ته شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړی ځانمرګی برید د موټرسایکل سپاره برید ګر له خوا شوی او دوهم ځانمرګی بیا پیلی د خبریالانو په جامه کې سیمې ته ننوتلی او د خبریالانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دواړو بریدونو کې ۲۱ تنه وژل شهیدان او ۲۸ نور ټپیان شوي، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او تر ۴۵ زیات ټپیان شوي دي.

ستانکزی وايي، د دوهم بریدګر موخه خبریالان و، چې په کې هغوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق معلومات یې نشته.

ویل کېږي، په دې برید کې ۷ خبریالان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، چې تر اوسه د آزادۍ رادیو، فرانس پرس، یک تلوېزیون، او معشل تلوېزیون د خبریالانو د شهیدېدو پخلي شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل او ننګرهار کې نننۍ چاودنې غندلې دي او هغه یې بشر ضد جنایت بللې دي.

په خبرپانه کې راغلي، چې پر جوماتونو، ښوونځیو، روزنیزو مرکزونو او عامو وګړو بریدونه نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.

خبرپانې زیاته کړې، چې په کابل کې په نننۍ خونړۍ پېښه کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دا ثابتوي چې د افغانانو دښمانان هېڅ ارزښت ته ژمن نه دي.

سرچینه وایي، د بیان ازادي د افغانانو ستره لاس ته راوړنه ده او اجازه به ور نه کړي چې په ورته بریدونو دغه ستره لاس ته راوړنه پيکه کړل شي.

ولسمشر د پېښې د ټپيانو د جدي درملنې سپارښتنه کړې ده او وژل شوو او ټپیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې د نننۍ پېښې له امله پروان ولایت ته د ولسمشر سفر هم ځنډېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي