۰

تېرکال نېږدې ۱۰ زره ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د جګړو له نېږدې ۱۰ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېرکال نېږدې ۱۰ زره ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، تېر کال په ټول هېواد کې د جګړو له نېږدې ۱۰ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد کمېسیون مشرې سیما ثمر نن دوشنبې د غوایي ۱۰ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې یوازې په تېر ۱۳۹۶ کال افغانستان کې ۹۴۱۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې په دې کال کې ۳۲۳۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۶۱۷۴ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ۴۱۴‍۱ تنه نارینه، ۸۰۳ مېرمنې، ۲۶۹۲ ماشومان دي او دغه راز د ۱۷۷۷ جنست او سن معلوم نه دی.

هغې و ویل، چې د ۱۳۹۵ کال په پرتله د وژل شویو کسانو په پرتله ۱۵ سلنه لوړوالی راغلی، خو د ټپیانو هغه بیا ۲۱ سلنه راکمه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې و ویل، چې د مرګ ژوبله ۶۵،۲ سلنه د وسله والو مخالفینو له لوري، ۸،۷ سلنه د دولت او د هغوی د ملاتړو له لوري او ۰،۴ سلنه هم د پاکستان د راکټي بریدونو له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي