۰
جیمز متیس:

ولسمشر ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
وروسته له هغې چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه ځینې راپورونه خپاره شول، د امریکا دفاع وزارت دغه خبرونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د امریکا ولسمشر له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري.
ولسمشر ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري
وروسته له هغې چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه ځینې راپورونه خپاره شول، د امریکا دفاع وزارت دغه خبرونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د امریکا ولسمشر له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼې پرون (دوشنبې د غويي ۱۰) په یوه راپور کې ویلي و، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د سنا مجلس غړي رنډ پاول ته په خصوصي خبرو کې ویلي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو نیت لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر اساس، سناتور پاول ادعا کړې چې ولسمشر ټرمپ ورته ویلي«په عمومي ډول موږ غواړو چې له دې دوژخه ځان خلاص کړو.»

خو د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس تېره ورځ په امریکا کې له خبریالانو سره د خبرو کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو نیت نه لري.

نوموړي زیاته کړې«امریکا په افغانستان کې یو ماموریت لري، چې دا ماموریت باید بشپړ شي،  دا سمه ده، چې امریکايي ځواکونه به د تل لپاره په افغانستان کې نه وي، خو ټرمپ اوسمهال هېڅ داسې اراده نه لري، چې ګواکي امریکايي ځواکونه دې له افغانستان وایستل شي.»

د امریکا دفاع وزیر متیس وایي، امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمنه ده او د سرتېرو د ایستلو په اړه کوم پلان نشته دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم ویلي، چې ښايي ټرمپ دا خبره سناتور پاول ته، چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پومپیو د نومول کېدو سخت مخالف و، د مخالفانه څرګندونو د بس کولو لپاره د یو تاکتیک په توګه کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي