اورپايي ټولنه:

په کابل او خوست کې د خبریالانو وژل ستر بشري جنایت دی

11 ثور 1397 ساعت 9:18

اروپايي ټولنې په افغانستان کې وروستي بریدونه کې چې په کې خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې په کلکو تکو غندلي او دا یې یو ستر بشري جنایت بللی دی.


اروپايي ټولنې په افغانستان کې وروستي بریدونه کې چې په کې خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې په کلکو تکو غندلي او دا یې یو ستر بشري جنایت بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د نړیوالو اړیکو مسوولې فدریکا موګیرني ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ستره بیه ملکي افغانان پرې کوي.

مېرمن موګیرني په یوه خبرپاه کې په کابل، کندهار او خوست ولایت کې پرونۍ پېښې غندلې او هغه یې له ټولو بشري قوانینو سره په تکر کې اعمال بللي دي.

هغه ویلي، چې په کندهار کې د ماشومانو وژل کېدل، په کابل او خوست کې د خبریالانو وژل ستر بشري جنایت دی او باید وڅېړل شي.

موګیرني ویلي«له بده مرغه چې افغانان لا هم د خپل هېواد د ساتلو لپاره د جګړې ټوله بیه پرې کوي او ترهګرې ډلې په بې رحمۍ پر دوی بریدونه کوي.»

د اروپايي ټولنې دغه مسوولې ټینګار کړیو چې اروپايي ټولنه په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او له دغه هېواد به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

باید و ویل شي، چې په کابل کې پرونیو ځانمرګو بریدونو کې د خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه و وژل شول او تر ۵۰ پورې نور ټپیان شول.

دغه زار په خوست کې هم د بي بي سي یو خبریال د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا و وژل شو او په کندهار ولایت کې بیا یوه ځانمرګي برید ۱۱ تنه ووژل او د بهرنیو سرتېرو په ګډون ۱۶ تنه په کې ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com