سیګار وايي د افغان ځواکونو شمېره ۱۱ سلنه راکمه شوې ده

11 ثور 1397 ساعت 16:28

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه راکمه شوې ده.


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه راکمه شوې ده.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې سیګار پخپل یوه تازه راپور کې زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله راکمه شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

راپور کې ویل شوي، چې دا مهال 296400 کسان د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې فعالیت کوي چې هوايي ځواکونه هم په کې شامل دي.

د دغه ادارې مشر جان سوپکو رویټرز ته ویلي، د افغان ځواکونو پياوړتیا او روزنه د افغانستان د ملګرو هېوادونو ستره موخه ده، خو په دغه شمېره کې کموالي جدي اندېښنې رامنځ ته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په شمېره کې نږدې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103840

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103840/

جمهور
  https://www.jomhornews.com