۰
ولسمشر:

د کابل د پروني برید عاملین به قانون ته وسپارل شي

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د کابل د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو راپور امنیت شورا ته وړاندې شوی او ولسمشر ویلي، چې د دغه برید عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د کابل د پروني برید عاملین به قانون ته وسپارل شي
د کابل د تېرې ورځې د خونړیو بریدونو راپور امنیت شورا ته وړاندې شوی او ولسمشر ویلي، چې د دغه برید عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبې د غويي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت شورا غونډه د ولسمشر په مشرۍ نن د ارګ په ګلخانې ماڼې کې جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د غونډې په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د تېرې ورځې د تروریستي برید په اړه چې یوشمېر خبریالانو او هېوادوالو په کې ژوند له لاسه ورکړ، راپور وړاندې کړ.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پر دغه پېښې خواشني څرګنده کړه او ویې ویل، چې  ازادي او د رسنیو ازاد فعالیتونه د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري.

په خبرپاڼه کې وی شوي، ولسمشر  اړوند مسوولینو ته دنده وسپارله چې د تېرې ورځې د پېښې څرنګوالی او امنیتي خلاوې وارزوي،  په دې اړه دې جزئیات او حقایق رسنیو سره شریک کړي.

ولسمشر پرونی تروریستي برید، د وینا پر ازادۍ برید او بشري ضد جنایت بللی دی او زیاته کړې یې ده، چې د دغه بریدونو عاملین به د قانون منګولو او عدالت ته وسپارل شي.

خبرپاڼه وايي، په دې غونډې د کابل په ځانګړې توګه د کابل د لویدیځ د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې او د هراړخیزو تدابیر د نیولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

باید و ویل شي، چې په کابل کې د تېرې ورځې په خونړیو ځانمرګو بریدونو کې د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۴۵ زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي