ولسمشر:

هېڅوک د کرکټ بورډ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

11 ثور 1397 ساعت 16:55

ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ د خپلواکتوب په اړه په یوه فرمان کې ویلي، هېڅوک په دغه اداره کې د لاسوهنې حق نه لري.


ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ د خپلواکتوب په اړه په یوه فرمان کې ویلي، هېڅوک په دغه اداره کې د لاسوهنې حق نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ وروستۍ لاسته راوړنو ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ د استقلالیت په اړه یوه نوې فرمان صادر کړی دی.

په خبرپانه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د ورزشي چارو د لا انسجام او د کرکټ بورډ په اداره کې د نه لاس وهنې په موخه لاندې مراتب منظور دي.

سرچینه وايي، ولسمشر ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د ورزشي فعالیتونو په برخه کې یوه خپلواکه اداره ده او د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو په رعایت کولو مکلفه ده.

خبرپانه زیاته کړې، چې په حکم کې دا هم ویل شوي، چې هېڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کرکټ بورډ په چارو او د دې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه وکړي.

د ولسمشر غني دحکم پر اساس، د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په چارو کې د ادارو او شخاصو لاس وهنه له هغوی سره د قانوني چلند سبب ګرځي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او د کرکټ د نړیوالې شورا فعال غړي عاطف مشعل د دواړو ادارو په استازیتوب د افغانستان له ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې د افغانستان د کرکټ ادارې استقلالیت او د دغې لوبې پرمختګ ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com