د امریکا د سنا مجلس د تخصیصاتو کمېټې لوړپوړي غړی وايي، امریکا به په اوږد مهال کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي سناتور پاول ګروب دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
د اجرائیه ریاسته نن پنشنبې د غويي ۱۳ مه خپره شوې خبرپانه وايي، ډاکتر عبدالله امریکايي سناتور سره په خبرو کې و ویل، چې په افغانستان کې اوسني پرمختګونه د افغانانو او نړیوالو د ګډ کار او هڅو په نتیجه کې شوې ده.
د هغه په وینا په افغانستان کې د اوسنیو پرمختګو سره سره ځینې ستونزې او فرصتونه هم شته، چې افغان حکومت به د ستونزو د هواري له پاره هڅه کوي او د شته فرصتونو څخه به ګټه پورته کړي.
عبدالله د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا نوې سراتېژي ګټوره وبلله خو ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د سولې له پاره باید په ترهګرو او د هغوی پر ملاتړو فشارونه جاري وساتي.
په ورته وخت د امریکا د سنا مجلس د تخصیصاتو د کمېټې لوړ پوړي غړي پاول ګروب ویلي، چې هېواد به یې په اوږد مهال کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د خصوصي سکټور وده، د تعلیم او صحت په برخو کې د خدماتو بهتري او د ټاکنو له پروسې مرسته لا هم د دوی لپاره د مهمو ټکو په توګه مطرح دي او په اړه به يې له افغانستان سره همکارۍ کوي.
باید و ویل شي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پروسې او د ډیموکراسۍ پر تقویت باندې بحث وشو.
جمهورخبري آژانس:کابل