دفاع وزارت:

په بدخشان کې ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

13 ثور 1397 ساعت 11:50

د ملي دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د غويي ۱۳ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د بدخشان په راغستان او تشکان ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په راغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د دوه قوماناندانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په دې خبرپانه کې راغلي، چې په تشکان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا ۱۱ وسله وال وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول، چې وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې پر څلورو ولسوالیو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com