۰

اندونیزیا کې د افغانستان په اړه د علماو ستره غونده جوړېږي

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
ټاکل شوې ډېر ژر د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د سولې په تړاو د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د علماو تر منځ یوه لویه غونډه جوړه شي.
اندونیزیا کې د افغانستان په اړه د علماو ستره غونده جوړېږي
ټاکل شوې ډېر ژر د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د سولې په تړاو د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د علماو تر منځ یوه لویه غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه د راتلونکې جمعې ورځ (د غويي ۲۱ مه) جوړېږي او د غونډې برخوال علما به په کې د افغانستان جګړې ته د پای ټکي اېښودلو په لارو چارو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالنشاأ رییس ډاکتر محمد اکرم خپلواک له وړاندې اندونیزیا ته رسېدلی او پرون یې پر خپل ټوتېټر پاڼه لیکلي، چې په دې غونده کې به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان وتلي او مشهور دیني علما د سولې او ثبات په اړه خبرې اترې وکړي.

دغه راز ښاغلي خپلواک زیاته کړې، چې په دې غونده کې د ګډون په موخه به د افغانستان د علماو یو ۲۰ کسیزه پلاوی راتلونکې سه شنبې د غويي ۱۸ مه جاکارتا ته سفر وکړي.

نوموړي د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د اندونیزیا د ملاتړ او مرستې څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د افغانستان د سولې له پاره ریښتینې هڅې کوي.

باید و ویل شي، چې په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو د علماو د دغه کنفرانس وړاندیز کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدویدو د سفر پر مهال هغه کړی وو.

د اندونیزیا مشرانو هیله څرګنده کړې، چې د جاکارتا په غونده کې به د درې واړه هېوادونو علما د افغانستان د سولې او جګړې په اړه پر یوه فتوار توافق وکړي تر څو طالبان له جګړې لاس په سر شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو هم ویلي و، چې په دې غونډه کې به داسې یوه فتوا صادره کړي، چې پر مت به یې نور طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې پلمه پاتې نه شي او دغه راز به د پاکستان خوله هم بنده شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو له وړاندې دغه کنفرانس رد کړی دی او له دیني عالمانو یې غوښتي، چې په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي