اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو بهیر د مالي ملاتړ له پاره ۱۵ نیم میلیونه ډالر مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته شوې پيسې به د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا يو ان ډي پي له لارې د ولسي جرگې او ولسي شورا گانو لپاره په کېدونکو ټاکنو ولګول شي.
یادې ټولنې دا مرسته په افغانستان کې د رڼو او باور وړ ټاکنو نه د خپل ټينګ ملاتړ په مانا بللې او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پېير مايودون ويلي دا مرستې په يوه مناسب مهال کې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې دا مرسته پر داسې مهال شوې، چې اړتيا ده اروپايي ټولنه د افغانستان ټول اتباع وهڅوي څو نومليکنه وکړي او له دغه فرصته په ګټه اخیستنې په خپل هېواد کې د ولسواکۍ د ټینګښت او خپل راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي.
دغه راز د اروپايي ټولنې له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ټولنه به په ٢٠١٩ م کال کې د افغانستان له ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو له ټاکنو سره هم ١٥ نيم ميليونه يورو مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل