دفاغ وزارت وايي، غزني کې ۳۶ وسله وال وژل شوي دي

15 ثور 1397 ساعت 11:47

د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواک د غزني په خاني کلا، ارزو، غچ کلا او رشیدخېلو سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو هوايی بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي، په دې هوايي بریدونو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزرات زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د وسله والو ۷ عرادې موټرسایکلونه او یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com