۰
عبدالله:

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو تریخ حقیقت وباله او ویې ویل، چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو تریخ حقیقت وباله او ویې ویل، چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې نن شنبې د غويي ۱۵ مه کابل کې د لویې څارنوالۍ له خوا د ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ چارواکو و ویل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه یې ۹۳ څارنوالې تر یو کلنې زدکړې او روزنې وروسته د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې په دندو ګمارلي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس د لویې څارنوالۍ له دغه اقدام څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د یوې نوي فرهنګ په توګه په څارنوالۍ کې د مېرمنو ټاکنه کولای شي، د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه و ویل، چې د ښځو سره د تاوتریخوالی لا هم د حکومتولۍ پر وړاندې یو ستونزه ده، چې په وینا یې دا یو تریخ واقعیت دی او د مخنیوي له پاره یې باید جدي اقدامات وشي.

په ورته وخت کې لوی څارنوال فرید حمیدي و ویل، چې د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې د کورنیو رول مهم وباله او ویې ویل، چې دغه اداره د کورنیو په ځانګړي ډول د مېرمنو او ماشومانو خوندیتابه ته ژمنه ده.

د هېواد لوی څارنوال له حکومت څخه وغوښتل، چې د کورنیو د ملاتړ په نوم یوه اوونۍ ونوموي او دغه راز یې د هېواد پر علماو، رسنیو، مدني ټولنو او قومي مخور غږ وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي، کې مرسته وکړي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي