۰

د بدخشان کوهستان ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالي چې وسله والو طالبانو نیولې وه، بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده.
د بدخشان کوهستان ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالي چې وسله والو طالبانو نیولې وه، بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تېرې پنشنبې په ورځ یاد ولسوالي ونیوله، خو افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو له پاره عملیات پیل کړل.

د بدخشان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالخالق اقصای وايي، تېره شپه د کمانډو ځواکونو په رسېدو سره د ولسوالۍ د نیولو عملیات پیل شول او طالبان په شاه وتمبول شوی.

په شمال کې د پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي هم وايي، چې د کوهستان ولسوالۍ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د دغه قول اردو په وینا د ولسوالۍ د نیولو له پاره د مازیګر په څلورو بجو عملیات پیل شول، چې تر یوې نښتې وروسته دغه ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ته ولوېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پخلی کوی، خو چارواکو په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي