۰

امریکا د شمالي اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځيان دېروي

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
په سمندورونو کې د روسیې د بوځي حضور پراختیا امریکا اندېښمنه کړې ده او وايي، دوی به هم د شمالي اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځیان ډېر کړي.
امریکا د شمالي اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځيان دېروي
په سمندورونو کې د روسیې د بوځي حضور پراختیا امریکا اندېښمنه کړې ده او وايي، دوی به هم د شمالي اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځیان ډېر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، روسیې په دې وروستیو کې په سمندورونو کې خپل پوځي تحرکات زیات کړي او په نظامي تجیهزاتو بار سترې بېړۍ یې په کې تګ راتګ کوي.

د روسیې دغه کار امریکا هم اندېښمنه کړې او د دغه اندېښنو د ځواب له پاره په پام کې لري، چې د اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځي حضور زیات کړي.

امریکا د روسیې دغه حرکات د ځینو هېوادونو د امنیت له پاره خطر بللی او ویې یې دي، چې د دغه ډول فعالیتونو مخه باید ونیول شي.

په همدې موخه د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګونو د سمندري ځواکونو یوه نوې قطعه رامنځ ته کړې ده او وايي دغه قطعه به د شمالي اتلانتیک په اوبو کې د روسیې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې ولاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي