۰

ناپېژانده وسله والو نورستان کې یو ډاکتر وژلی دی

یکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په نورستان ولایت کې پر یوه ډاکتر ډزې کړې او وژلی یې دی.
ناپېژانده وسله والو نورستان کې یو ډاکتر وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په نورستان ولایت کې پر یوه ډاکتر ډزې کړې او وژلی یې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون (د غويي ۱۵ مه) ماښام مهال د نورستان په واما ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي، د واما ولسوالۍ د روغتیايي مرکز پر مسوول ډاکتر ملنګ هغه وخت برید شوی، چې د لمانځه د ادا کولو له پاره یې چمتوالی نیوه.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله وال کس پر همدې مهال پر ډاکتر ملنګ ډزې کړې، هغه یې وژلی او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی.

والي وايي، سیمې ته پولیس رسېدلي، پلټنې یې پیل کړې او هڅه کوي، چې قاتل ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ډاکټر ملنګ د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نورستان واما ولسوالۍ روغتیايي مرکز مسؤلیت یې په غاړه درلوده.

تر اوسه د دغه ډاکتر د قتل پړه چا نه ده منلې.

جمهورخبري :نورستان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي